له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۱ - ۱۱:۴۰
له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

ارزګان

د پوهنې وزارت د نتایجو او شهادتنامو ریاست پلاوي ارزګان ولایت ته د شهادتنامو د برېښنایي سیستم د فعالولو په موخه کاري سفر وکړ
د یاد ولایت د پوهنې رئيس الحاج مولوي شمس الله کامران آخندزاده د پوهنې وزارت له نیک اقدام څخه د هرکلي ترڅنګ زیاته کړه چې د دې سيسټم په فعالولو سره به  زده کوونکي په ډېر کم وخت کې خپل اسناد ترلاسه کړي.

کندز

د کندز ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد اسماعیل ابو احمد قلعه ذال ولسوالۍ ته د یوه کاري سفر په ترڅ کې د دې ولسوالۍ یو شمېر ښوونځیو له اداري چارو څخه کتنه وکړه او له مسئولینو یې وغوښتل چې  مرسته شوي ښوونیز توکي پر زده کوونکو په عادلانه توګه ووېشي.

نورستان

  د نورستان ولايت د پوهنې رئيس مولوي تاج محمد مطمئن د دې رياست له آمرینو او مدیرانو سره  د لیدنې په ترڅ کې د ښوونځيو او مدارسو د زده کوونکو د کره احصاییې د راټولولو او یو لړ نورو اړینو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.

پنجشیر

د پنجشير ولايت د پوهنې رئيس مولوي غلام ایشان حماس د دې ریاست له مرکزي څانګو  څخه لیدنه وکړه او د کارکوونکو فعاليتونه یې وارزول.
د یو بل خبر له مخي:
 د پنجشېر ولايت د پوهنې رئيس د دې ولايت په رخه ولسوالۍ کې د پياوشت د نجونو له ښوونځي څخه لیدنه وکړه او مسئولینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS