له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۴ - ۱۰:۰
له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه.

نورستان:
د نورستان ولایت د پوهنې رئیس مولوي تاج محمد مطمین د پوهنې وزارت د مالي او محاسبې له رئیس مولوي صدرالدین سعد سره د لیدنې پر مهال د دغه ولایت په عزیزي بانک کې د پوهنې د کارکوونکو د معاشونو د ورکړې پر ستونزو یې خبرې وکړې.
فراه:
د فراه ولایت د اسلامیه او رحمانیه مدارسو د ۹ تنو د قرآن کریم فارغینو ته د یوې سترې غونډې په ترڅ کې د فضیلت دستار ور په سر شول.
د فراغت په دې مراسمو کې، چې د هرات، هلمند او کندهار ولايتونو څخه ديني عالمانو برخه اخيستې وه، د قران کريم حافظان یې د ټولنې مشالونه وبلل.
پروان:
د پروان ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وايي: د یونیسف د سیمه ییزې ادارې له خوا د دغه ولایت د پوهنې ریاست ته د ۱۲۴ خیمو د ورکړې ژمنه شوې وه، چې له دې جملې څخه ۷۲ یې په دې وروستیو کې د پوهنې ریاست ته سپارل شوي او پاتې نور به یې ډېر ژر د پروان ولایت د پوهنې ریاست ته وسپارل شي.
همدارنګه:
 آغاشیرین د پروان د پوهنې ریاست د جنسي مدیر په توګه وګمارل شوه او د دغه ولایت د پوهنې د رئیس مفتي محمد حسن له خوا کارکوونکو ته ور وپېژندل شوه.

لغمان:
د لغمان ولایت د پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد له خپل ملګري پلاوي سره د علي خیلو د نجونو ښوونځي د ازموینو له بهیر څخه یې لیدنه وکړه.
میدان وردګ:
په میدان وردګو ولایت کې د یونیسف ولایتي دفتر د ۵۶ ښوونځیو لپاره د ۱۱۷ خیمو مرسته وکړه.
د دغه ولايت د پوهنې مسوولينو د دغې ادارې له مرستو څخه مننه وکړه او د دغو مرستو د دوام غوښتنه يې وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۴:۴۵
Background image

بدخشان ولایت کې د ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت د ښوونځي ودانۍ بیاورغول شوه

د بدخشان ولایت ارګو ولسوالۍ د هزاره قدم عالي لېسې ودانۍ د یو همکار بنسټ په مرسته د ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت ترمیم او بیارغول شوې ده. همدارنګه د یادې لېسې د زده‌کوونکو والدینو هم د ښوونځي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۴:۴۳
Background image

د میدان وردګ ولایت ښوونځیو ته سپورټي توکي ووېشل شول

د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت سید آباد ولسوالۍ اړوند د امام ابو حنیفه انخي، عثمانیه، امام ابو حنیفه، تنګي او زرني ښوونځيو ته د والیبال، کرېکټ او رسۍ لوبو تجهیزاتو په ګډون د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۴:۳۲
Background image

په کاپیسا ولایت کې د یو باب ښوونځي ودانۍ بیاځلې پرانیستل شوه

د کاپیسا ولایت نجراب ولسوالۍ اړوند شهید نېک محمد ښوونځي ودانۍ، چې د بیاجوړولو کارونه یې څه موده وړاندې د یوې همکارې ادارې لخوا بشپړ شوي وو، د پوهنې رئیس، علماءکرامو او د خلکو استازو په. . .

BACK TO NEWS