له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونو لنډیز

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۱۳:۵۰
2222

کابل
د کابل ولایت د علماوو شورا مرستیال شیخ ذبېح الله راشد، د کابل ښار له پوهنې رئیس قاري عبدالباسط حقاني سره وکتل.
په یاده کتنه کې دواړو لوریو د ښوونځیو د ښوونیزو پلانونو او پروګرامونو په اړه خبرې او نظرونه تبادله کړل.
دغه راز ياد پلاوي په ښوونځيو کې د شرعي احکامو د بشپړ پلي کېدو غوښتنه وکړه.

د یو بل خبر له مخې:
د کابل ښار پوهنې رئیس د چارو د لاښه پرمخ بېولو په موخه، د یاد ریاست د مرکزي دفتر له څانګو څخه لیدنه وکړه.
دغه راز نوموړي د کارکوونکو ستونزې له نیږدې وارزولې او د لا زیاتو کاري آسانتیاوو په رامنځته کولو کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

همدارنګه:
د کابل ښار پوهنې رئیس د مالیې وزارت له مسئولینو او د دغه وزارت د مالي مدیریت د عمومي ریاست له چارواکو سره وکتل او د مراجعینو د مالي اسنادو د بهیر د لنډولو او هغوی ته د لازمو آسانتیاوو د برابرولو په موخه یې خبرې وکړې.

سرپل
د سرپل ولایت سوزمه قلعه ولسوالۍ د ۱۵۰ تنو آمرینو، سرښوونکو او ښوونکو لپاره د « امارت پېژندنې، تدریسي اصولو او عقیدوي مسایلو» په تړاو شپږ ورځنی سیمینار د دغه ولایت د پوهنې ریاست له خوا پیل شو.

پروان
د پروان ولایت پوهنې رئیس مولوي سید محمد فیضي تر څارنې لاندې، د چارو په ترسره کولو کې د ښه چلند په موخه غونډه جوړه شوه.
د پوهنې رئيس له مامورينو وغوښتل، چې له مراجعينو سره ښه او اسلامي چلند وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۵:۱۳
Background image

په لوګر ولایت کې د یوې دیني مدرسې جوړولو لپاره ځمکه وقف شوه

د لوګر ولایت ازرې ولسوالۍ اړوند د دره منګل کلي درې تنو اوسېدونکو عبدالقادر، حیات او قاري پاینده ګل یو جرېب شخصي ځمکه، د انوارالعلوم مدرسې د ودانۍ جوړولو لپاره د یاد ولایت پوهنې ریاست ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۵:۸
Background image

د پوهنې وزارت د بودیجې کمېټې ځانګړې غونډه وکړه

د پوهنې وزارت د بودیجې کمېټې غونډه، د یاد وزارت د مالي او حسابداري رئیس مولوي صدرالدین سعد تر څارنې لاندې جوړه شوه.

په یاده غونډه کې د پوهنې وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو او د معینیتونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۵:۵
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د یو باب دیني مدرسې جوړولو لپاره ځمکه وقف شوه

د میدان وردګ ولایت خلکو د پوهنې د ملاتړ او پراختیا په موخه خپله شخصي ځمکه، د یاد ولایت سیدآباد ولسوالۍ اړوند په اونخي په سیمه کې د مظهریه مدرسې ودانۍ جوړولو لپاره وقف کړه.

د میدان وردګ. . .

BACK TO NEWS