له ولایتونو څخه د پوهنې د کړنو لنډیز

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۳ - ۱۱:۵۰
123

جوزجان

د جوزجان ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد طاهر جواد د ياد ولایت د پوهنې ریاست له یو شمېر انجنیرانو سره د درزاب ولسوالۍ د ښوونځیو د بیارغونې له چارو څخه څارنه وکړه.

ننګرهار

 د ننګرهار ولایت پوهنې ریاست رهبري پلاوي د یوه وېډیو کنفرانس په ترڅ کې د پوهنې وزارت له مشرتابه سره د ياد  ریاست د نوي تشکیل د تطبيق، د شته امکاناتو او ننګونو په اړه مشورې او نظرونه تبادله کړل.
د وزارت رهبري له دغه ریاست سره د ستونزو په حل کې د همکارۍ له ژمنې وروسته د نوي تشکيل د پروسې پر چټکتیا ټینګار وکړ.

نورستان

 د پوهنې وزارت د کیفیت تضمين معينيت د څارنې او ارزونې ریاست نورستان ولایت ته يو پلاوی لېږلی، تر څو د ياد ولايت په مرکز او ولسوالیو کې د پوهنې ریاست اداري او تدریسي فعالیتونه و ارزوي او پایلې يې د پوهنې وزارت له مشرتابه سره شريکې کړي.

پکتيکا

د پکتیکا ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې د دغه ولایت د سرحوض ولسوالۍ د پوهنې نوی آمر د یادې ولسوالۍ د پوهنې آمريت کارکوونکو ته ور معرفي او رسماً یې په کار پیل وکړ.
 د پوهنې رئيس نوموړي ته د مبارکۍ ترڅنګ له هغه وغوښتل، چې د پوهنې د چارو د لا ښه والي لپاره هلې ځلې وکړي.
 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS