له ولایتونو څخه د پوهنې کړنو ته لنډه کتنه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۳ - ۱۲:۴۹
123

سرپل

د سرپل ولایت پوهنې رياست د څارندوی مدېريت په نوښت، د یاد ولايت د ښوونكو او زده كوونكولپاره (د څارندوی ښوونکو او زده کوونکو د ظرفیت لوړول) تر نامه لاندې يو ورځنى ښوونيز سيمينار د پوهنې ریاست د كنفرانسونو په تالار کې د يو شمېر ښوونځیو د ښوونکو او څارندوی زده کوونکو لپاره دایر شو.

د سرپل ولايت د پوهنې رئیس مولوي محمد رحماني، د یاد ولايت د ښوونکو د دندو او مسئوليتونو په تړاو خبرې وکړې او د ښوونځيو د نظم او دسپلين په ټينګښت کې يې د یاد رياست فعاليتونه مهم او اغېزمن وبلل.

کندهار

د کندهارولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي فخرالدین نقشبندي او د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي ادارې آمر، سپین بولدک ولسوالۍ ته د یوه کاري سفر په ترڅ کې، د یادې ولسوالۍ د پوهنې آمریت او د تخنيکي او مسلکي لېسې اداري او تدریسي فعاليتونه وارزول او د يادې ادارې د ښوونيز حالت د ښه والي په موخه يې، د پوهنې ریاست مسوولينو ته لارښوونې او مشورې ورکړې.

لوګر

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د اسلامي زده کړو آمر مفتي سید ضیا احمد صارم د لوګر ولایت څرخ او خروار ولسوالیو ته د یوه کاري سفر په ترڅ کې، هلته د دیني مدارسو عمومي وضعیت وڅېړه او پایلې یې د یاد ریاست له مشرتابه سره شریکې کړي.

بغلان

د بغلان ولايت پوهنې رياست د اړتيا پر بنسټ، د دوشي ولسوالۍ د پوهنې مخکینى آمر عبدالباسط مسلم دوست د يادې ولسوالۍ د څارنې د آمر په توګه او مولوي احسان الله حقاني د يادې ولسوالۍ د پوهنې د آمر په توګه ټاکل شوي دي.

نوموړي د ياد ولايت د پوهنې رئيس الحاج مولوي محمد نور عزيزي له لوري د يو لړ مراسمو په ترڅ کې کارکوونکو ته ور وپېژندل شول.

پکتیا

د پکتيا ولايت ښوونځيو د ۸ غوره لوبډلو ترمنځ فوټبال سيالۍ د پوهنې مسئولينو، ښوونکو، زده کوونکو او د سپورت د مينه والو په شتون کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پيل شوې.

د یاد ولايت پوهنې رياست د بدني تربیت عمومي مدېر د سپورت د اهميت په باب د خبرو پر مهال وويل: یادې سيالۍ به لس ورځې دوام وکړي او په پاى کې به يې ګټونکو ټيمونو ته کپونه او جايزې ورکړل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS