لوګر ولایت کې د ۶.۵ مېلیونه افغانیو په لګښت د ۱۲ اداري او تعلیمي ودانیو بیارغونه بشپړه شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۱۵:۲۲
9649

د لوګر ولایت پوهنې ریاست اړوند د ۱۲ اداري او تعلیمي ودانیو بیارغونې کارونه بشپړ او د کارولو لپاره چمتو شوې دي.
یادې ودانۍ د درېیو میاشتو په اوږدو کې د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د ۶.۵ مېلیونه افغانیو په لګښت بیارغول شوې دي.
د بیارغول شویو ودانیو په منځ کې، د پوهنې ریاست اداري ودانۍ، د دوو دیني مدارسو او ۹ بابه ښوونځیو جوړول شامل دي.
د پوهنې چارواکو په وینا، د پورته ذکر شویو ادارو په بیارغولو سره، نږدې ۱۰۰۰۰ زده‌کوونکو ته مناسب تعلیمي چاپېریال برابر شوی دی.
د یادونې وړ ده چې اوس‌مهال، د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ سره، د ۳۶ مېلیونه افغانیو په لګښت د ۴۹ بابه نورو ښوونځیو د بیارغونې کارونه هم روان دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۵:۲۳
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست له کړنو څو لنډ خبرونه

د لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍ په ۱۷بابه ښوونځیو کې د شاوخوا ۸۰۰ تنو زده کوونکو ترمنځ د «اسلامي عقیدې» د کتاب له منځپانګې څخه علمي سیالۍ ترسره شوې، کوم چې د یوې همکارې فکري او فرهنګي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۹:۲
Background image

داوطلبۍ اعلان

د کابل ښار پوهنې ریاست د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د ۱۰,۰۰۰ لیټره پټرولو او ۶,۵۰۰ لیټره ډیزلو تیلو ته اړتیا لري.
هغه لوژستیکي، سوداګریز شرکتونه او د تېلو ټانک لرونکي چې د قرارداد ترلاسه کولو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱- پوهنې وزارت د مسلکي او وړ کادرونو د ګومارنې په موخه، د غوښتونکو د تحصیلي او کاري اسنادو له دقیقې ارزونې وروسته، د ښوونیز نصاب د ۲۲ تخنیکي او تخصصي بستونو لپاره له ۱۶۰ تنو داوطلبانو. . .

BACK TO NEWS