لوګر ولایت کې یوه ښوونځي ته د ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت دوې درسي خونې جوړې شوې
د لوګر ولایت د مرکز پلعلم ښار دهمغلان کلي اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت د دهمغلان منځني ښوونځي لپاره دوه درسي ټولګي جوړ کړي دي.
د مسوولینو په وینا، د یادو درسي خونو جوړولو لپاره شاوخوا ۲۰۰ زره افغانۍ لګښت شوی، چې اوسمهال یې له ۱۰۰ تنو څخه زیاتو زدهکوونکو ته مناسب ښوونیز چاپېریال برابر کړی دی.
