لوګر ولایت کې ۸ بابه ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو نصبولو لړۍ پیل شوه
د لوګر ولایت په ۸بابه ښوونځیو کې د لمریزې برېښنا سیسټمونو نصبولو بهیر پیل شو، کوم چې د یو مرستندویه بنسټ په مالي ملاتړ د ۳۶ زره او ۸۰۰ ډالرو په لګښت پلی کېږي.
ټاکل شوې ده، چې دغه سیسټمونه د یاد ولایت په ۸ بابه ښوونځیو کې نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، چې هر یو سیسټم د ۱۰ کیلوواټه برېښنا د تولید وړتیا لري او د ښوونځیو برېښنايي اړتیاوې به تر ډېره بریده پوره کړي.
