لوګر کې یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

media-moe
شنبه ۱۳۹۸/۶/۲۳ - ۱۴:۴۵
لوګر کې یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

پوهنې وزارت_لوګر: د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ د شهید محمد سلیم لعل ستانکزي ښوونځي لپاره نوې جوړه شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د یاد ښوونځي د پرانیستنې په مراسمو کې والي الحاج محمد انور اسحاق زي،د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال،د ولایتي شورا غړو، امنیتي مسوولینو او ځینو نورو محلي چارواکو برخه اخیستې وه.
د یاد ښوونځي پر جوړولو شاوخوا ۱۴،۱ میلیونه افغانۍ لګول شوي،چې د ولایتي غیر مشروط په بودجې جوړ شوی دی.
دغه ښوونځی ۸ درسي ټولګي، ۴ اداري خونې، د لابراتوار او کتابتون لپاره دوه بیلا بیلې څانګې او نوري ښوونیږي اسانتیاوي لري.
نوموړی ښوونځی په یوه وخت کې د ۴۸۰ زده کوونکو د ځایولو وړتیا لري، چې اوس په کې ۳۴۳ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.
یاد ښوونځی پر ۱۳۸۸ کال تاسیس شوی، چې تر اوسه ودانۍ نه درلوده او زده کوونکو یې تر شنه آسمان لاندې زده کړې کولې.
د دغه ښوونځي د احاطې دېوال، ۸ تشنابونه او د اوبو څاه دوه کاله مخکې د ولسمشر محمد اشرف غني په شخصي لګښت جوړ شوي دي.
د لوګر په محمدآغې ولسوالۍ کې ۶۴ ښوونځي شتون لري، چې په روان کال کې به ۳۹ ښوونځیو ته ودانۍ او اړین ملحقات جوړې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۱:۵۵
Background image

بدخشان ولایت کې د څه باندې ۱ میلیون افغانیو په لګښت یو ښوونځی ترمیم شو

د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ دهسنگان منځني ښوونځي ودانۍ، له اساسي ترمیم او د نویو تشنابونو له جوړېدو وروسته، بېرته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاد ښوونځی چې د همکارې ادارې له لوري د ۱. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۰:۳۰
Background image

په لوګر ولایت کې د ۱۴۰ تنو ښوونکو او د تعلیمي بنسټونو د مدرسینو په ګډون علمي ناسته پیل شوه

 د لوګر ولایت مرکز اړوند ۱۴۲ بابه دیني مدارسو او ښوونځیو د ۲۵۰ تنو ښوونکو په ګډون د «قرآن کریم په اسانه طریقه تدریس» تر سرلیک لاندې درې ورځنی علمي او روزنیز ورکشاپ پیل شو.
یاده ناسته د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۰:۲۵
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یوه ښوونځي سره د خېمې او قرطاسیې مرسته وشوه

د یو همکار بنسټ لخوا، د ننګرهار ولایت سپین‌غر ولسوالۍ اړوند مهمند راغه لومړني ښوونځي سره د یوې خېمې، د پاکو اوبو ذخیرې او قرطاسیې مرسته وشوه.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسئولینو له زده. . .

BACK TO NEWS