ننګرهار کې د یو ښوونځي ودانی ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د پوهنې وزارت، ننګرهار: د ننګرهار ولایت د کوز کنړ ولسوالۍ د کڼدي لومړني ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده ودانی په پاخه او اساسي ډول په يو پوړ کې د ولسي تړون د اقرا برنامې لخوا د ۷ میلیونو ۲۴۳ زره افغانیو په مجموعي لګښت د ۶ میاشتو په موده کې جوړه شوي، چې ۱۲ درسي ټولګي، یوه اداري خونه، د اوبو څاه، ۳ تشنابونه او نورې اړینې آسانتیاوي لري، چې د دغه ښوونځي په جوړېدو سره ۶۰۰ زده کوونکو ته د زده کړو لازم ښوونیز چاپیریال برابر شو.
