ننګرهار کې ساینس مرکز ته نوي ودانۍ جوړه شوه

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۸/۱/۲۶ - ۱۱:۱۹
ننګرهار کې ساینس مرکز ته نوي ودانۍ جوړه شوه

د ننګرهار ولایت پوهنې ریاست کې د نږدې ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ساینس ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه .
د ننګرهار والي شاه محمود مياخيل دیاد مرکز د ودانۍ د پرانیستې په تړاو جوړو شویومراسمو کې وويل، چې د ساينس مرکز ودانۍ، د نږدی ۲۲ ميلیونه افغانيو په مالي لګښت د څوارلس میاشتو په موده کې په پنځه سوه شپږ اویا متره مربع سیمه کې دښار جوړونې وزارت په تخنیکي همکاری په دریو پوړنو کې جوړه شوې ده، چې ۲۲ خونې، ۶ تشنابونه او نورې اړوندې ټولې ښوونیزې آسانتیاوي لرې.
نوموړي زياته کړه، چې د عملي زده کړو په موخه د ساينس مرکز ته ډيره اړتيا وه هغه له ښوونکو او زده کوونکو وغوښتل، ترڅو د ساينس مرکز کې څخه د عملي تجربو او زده کړو ترسره کولو په موخه ګټه واخلي .
په هغه مراسمو کې چې د پوهنې ریاست په انګړ کې جوړه شوي وه ، دننګرهار والي شاه محمود میاخیل،ولایتي شورا منشي حمیرا رفیع،د شورا غړي استاد اسرارالله مراد،د پوهنې رئیس حسیب الله شینواري،د ښار جوړونې رئیس انجینر عبدالباسط ساحل او یو شمیر نورو مسؤلینو ګډون درلود.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

په بامیان ولايت کې ښوونکو لپاره روزنیزه برنامه  پيل شوه

د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د ښوونځیو ۱۴۵ تنو ښوونکو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې ۱۲ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
د یاد پروګرام د پرانیستې په مراسمو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۳
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته کتنه

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست څارنیزو ټیمونو د تېرې اوونۍ په ترڅ کې، د ياد وزارت له مرکزي هستې، د تألیف او ترجمې ریاست، د پلان او پالیسۍ ریاست، دویمې او اوومې تعلیمي حوزو او دوو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۹
Background image

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین «یتیم پالنه» کتاب دري ژبې ته وژباړل شو

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین، الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، درې کاله وړاندې چاپ شوی کتاب «یتیم پالنه» د فضل‌الله نیازي له خوا دري ژبې ته د «کفالت و سرپرستی یتیم» تر نوم لاندې وژباړل. . .

BACK TO NEWS