نورستان ولایت ته د پوهنې وزارت سرپرست د سفر په دوام

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۴ - ۱۵:۳۵
123

د ا.ا.ا پوهنې سرپرست وزیر الحاج مولوي حبیب الله أغا نورستان ولایت ته د خپل سفر په دوام کې د یاد ولایت د پوهنې له رئیس، مشرتابه، د هېواد د ملکي او امنیتي ادارو له نورو مسئولینو سره  په داسې حال کې چې د دې ولايت د پوهنې رئيس مولوي تاج محمد مطمئن له لوري يې ملتيا کېده د هغه ولایت امنیې قوماندانۍ ته تشريف یووړ.  وروسته يې په هغو مراسمو کې ګډون وکړ چې د ياد ولایت مقام او د قومندانۍ د تشريفاتي جزوتامونو له لوري نیول شوي وو.
 لومړی د نورستان ولایت امنیې قومندان په دغه ولایت کې د پوهنې د سرپرست وزیر حضور ته ښه راغلاست ووایه او په دغه ولایت کې یې د پوهنې وزارت د پلانونو د تطبیق لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ.
د پوهنې سرپرست وزیر هم د دغې قوماندانۍ د رهبرۍ او کارکوونکو له هرکلي څخه مننه وکړه، له هغوی یې وغوښتل چې د دې قوماندانۍ  کم لوستي او نالوستي کارکوونکي دې د سواد زده کړې په کورسونو کې تنظیم کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS