هلمند پوهنې ریاست سره څه باندی ۲۰۰ زرو ډالرو په ارزښت مرسته وشوه
هلمند کې د امریکايي سمندري ځواکونو د ملکي مشاوریت برخې د خپلو مرستو په دوام دا ځل د هلمند پوهنې ریاست سره د څه باندي ۲۰۰ زرو امریکایي ډالرو په ارزښت د بیلابیلو توکو مرسته وکړه.
په هغه غونډه کې چي د همدې له امله جوړه شوي وه د یاد ولایت دپوهنې رییس محمد داود شاه صفاري وویل: د سمندري ځواکونو د ملکي برخې له لوري پدې مرستو کې چې ټولټال ارزښت یې ۲۱۲۰۰۰ امریکايي ډالر کیږي، د زده کوونکو لپاره ۷۲۰ جوړې میزونه او چوکۍ ، ۲۵۰۰ مترمربع فرش، د ۱۰۱۰۴ زده کوونکو لپاره کتابچې،بستې ، قلمونه، د اوبو جیکونه او بیلابیل نور اړین توکي شامل دي.
دپوهنې رییس زیاته کړه، چې له پوهنې ریاست سره به د سمندري ځواکونو د ملکي برخې ماموریت مرستې دوام وکړي، او د پوهنې ریاست به پوره هڅه وکړي چې دغه مرستې د یو شفاف میکانیزم له مخې و ښوونځیو ته وویشل شي، چې ددغو مرستو په ترسره کولو سره به په ښوونځیو کې د زده کوونکو درسي بهیر پياوړی شي او زده کوونکي به له ګڼو سهولتونو څخه برخمن شي.
د یادولو وړ ده، په هلمند کې د امریکایي سمندري ځواکونو د ملکي ماموریت له لوري له پوهنې ریاست سره دغه مرسته په داسي حال کې ترسره کیږي، چې څو ورځې وړاندي د ۲۱۵ میوند قول اردو له لوري هم له پوهنې ریاست سره د ۵۰ پایو ډسکټاپ کمپیوټرونو مرسته ترسره شوه.
