په بامیان ولایت کې د ۷۷ تنو ښوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ جوړ شو

پوهنې وزارت لخوا، د بامیان ولایت د درېیو ولسوالیو ۷۷ تنه ښوونکو لپاره د "اغېزمن تدریس او زده کړې ترویج" په نوم ۱۴ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ چې د یو همکار بنسټ لخوا تمویلېږي، په ترڅ کې به یې د ښوونځیو ښوونکو ته د زده کوونکو د ملاتړ او پاملرنې په برخه کې د تدریس نوي مېتودونه او عملي روزنه ورکړل شي.
د دغه ولایت پوهنې چارواکي وايي چې دا ډول پروګرامونه د ښوونکو د مسلکي وړتیاوو په لوړولو او د زده کړې کیفیت ښه کولو کې خورا مهم رول لوبوي.