په بغلان کې له راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه
د بغلان ولایت پوهنې ریاست له لوري له ۱۲۲ تنو راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د دغې ازموینې موخه د زدهکوونکو د علمي پوهې او تعلیمي معلوماتو ارزونه، د هغوی د علمي سویې تشخیص او د درسي وړتیاوو او ظرفیتونو سره سم د مناسبو ټولګیو ټاکل دي، ترڅو د پایلو له ارزونې وروسته، د پوهنې وزارت د تعلیمي معیارونو مطابق په مناسبو ټولګیو کې د هغوی د شاملېدو او زدهکړو د دوام زمینه برابره شي.
