په تېر یو کال کې د غزني ولایت پوهنې ریاست د بیارغونې له کړنو راپور

د غزني ولایت پوهنې ریاست د راپور له مخې، د تېر کال په اوږدو کې، د دې ادارې لخوا د یاد ولایت په بېلابیلو سیمو کې د ۵۹ مېلیونه افغانیو په ټولیز لګښت ۲۷ بابه تعلیمي مرکزونه بیارغول شوي او بېرته فعال شوي دي، چې له دې جملې څخه ۱۰ بابه تعلیمي مرکزونه د عامو خلکو له مرستو څخه د ۴۵ مېلیونه افغانیو په لګښت او ۱۷ بابه نور یې د پوهنې له بودیجې څخه د ۱۴ مېلیونه افغانیو په لګښت بیارغول شوي دي.
دغه راز په همدغه موده کې، په دغه ولایت کې د همکارو ادارو په مرسته د ۱۰ مېلیونه افغانیو څخه په زیاتو لګښتونو سره ۲۵ نوي لومړني ښوونځي هم رغول شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې دغه مرستې د هېواد بچیانو سالمې ښوونې او روزنې په برخه کې د پوهنې وزارت د پاملرنې او د علم پروره ولس د پراخه همکاریو ښکارندیه دي.