په جلال اباد کې دNRC مرستندویه ادارې له یو شمېر ښوونځیو سره ددرسي توکو مرسته وکړه

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۷ - ۱۰:۳۸
په جلال اباد کې دNRC مرستندویه ادارې له یو شمېر ښوونځیو سره ددرسي توکو مرسته وکړه

د پوهنې وزارت_ننګرهار: په جلال اباد کې دNRC مرستندویه ادارې له یو شمېر ښوونځیو سره ددرسي توکو مرسته وکړه .په دغه مرسته کې چې د سره رود ولسوالۍ اړوند دچارباغ صفا او سیاسنګ او دبهسودو ولسوالۍ د وزیر محمدګل خان لېسو له (۱۷۴۲)تنو زده کوونکو او ۴۷ تنه ښوونکي به ترې برخمن شي، پکې درسي کتابونه، قرطاسیه، دلوبو سامان، دښوونکو اړوند د درسي موادو کیټونه، سپینې تختې، دفتري میزونه، څوکۍ، فرشونه، داوبو ترموزونه او نور توکي شامل دي.
همدارنګه ذکر شوې مرستندویه ادارې ۶۸تنو ښوونکو ته هم په بېلابېلو برخو کې روزنه ورکړې ده.
دپوهنې ریاست د شوراګانو او ټولنیز خوځښت دبرخې مشر شیربهادر همت ددې مرستې د ورکړې پرمهال د پوهنې ریاست په استازیتوب له یادې مرستندویه ادارې نه مننه وکړه او دهغوې د نورو ورته مرستو د ددوام هیله یې وکړه.شیربهادر همت پر نورو مرستندویه ادارو هم غږوکړ چې له پوهنیز بهیر سره ورته مرستې ترسره کړي.دNRC ادارې استازي هم ژمنه وکړه چې په راتلونکې کې به له نورو ښوونځیو سره هم ورته مرستې ترسره کړي.یادې مرستندویه ادارې تر دې وړاندې هم له پوهنې ریاست سره په بېلابېلو برخوکې کې پام وړ مرستې ترسره کړي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

په بامیان ولايت کې ښوونکو لپاره روزنیزه برنامه  پيل شوه

د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د ښوونځیو ۱۴۵ تنو ښوونکو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې ۱۲ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
د یاد پروګرام د پرانیستې په مراسمو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۳
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته کتنه

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست څارنیزو ټیمونو د تېرې اوونۍ په ترڅ کې، د ياد وزارت له مرکزي هستې، د تألیف او ترجمې ریاست، د پلان او پالیسۍ ریاست، دویمې او اوومې تعلیمي حوزو او دوو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۹
Background image

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین «یتیم پالنه» کتاب دري ژبې ته وژباړل شو

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین، الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، درې کاله وړاندې چاپ شوی کتاب «یتیم پالنه» د فضل‌الله نیازي له خوا دري ژبې ته د «کفالت و سرپرستی یتیم» تر نوم لاندې وژباړل. . .

BACK TO NEWS