په خوست ولایت کې د مدرسینو مسلکي پراختیا ۴۰ تنو غړو لپاره د وړتیا لوړولو سیمینار جوړ شو

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۰:۲۸
56446

د خوست ولایت پوهنې ریاست له لوري د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو د مدارسو ۴۰ تنو علمي غړو لپاره یو ورځنی روزنیز سیمینار جوړ شو.
د سیمینار په پیل کې د خوست ولایت پوهنې ریاست د اسلامي زده‌کړو آمر ګډون‌والو ته ښه راغلاست ووایه او ټینګار یې وکړ چې د سیمینار وړاندې شوې موضوعات دې په خپلو کاري ساحو او مدرسو کې په عملي ډول پلي کړي، ترڅو  اداري چارې لا اغېزمنې او منظمې شي.
په دې سیمینار کې د بېلابېلو اداري او مسلکي موضوعاتو په اړه لکه د ۱۴۰۵ کال لپاره چمتووالی، د نوي تعلیمي کال پیل، د درسي او عملیاتي پلانونو ترتیب، د عملیاتي او کاري پلانونو راپور ورکول، اداري مکتوبونه، کلنی پلان او په مدارسو کې د تدریسي ساعتونو تنظیم په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین د کابل ښار له عبدالهادي داوي لېسې څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني د تخنیکي ټیم په ملتیا د کابل ښار نهمې ښوونیزې ناحیې اړوند له عبدالهادي داوي عالي لېسې څخه څارنه وکړه.
په یاده لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د یوې نوې مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غزني ولایت مقر ولسوالۍ اړوند د «نجم المدارس دیني مدرسې» د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یوې غونډې په ترڅ کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ چې د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۲۶
Background image

په زابل ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند د «علي‌داد» لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په وقف شوې ۲ جرېبه ځمکه کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د خلکو. . .

BACK TO NEWS