په خوست کې د ښوونکي نړیواله ورځ په شاندارو مراسمو ولمانځل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۴ - ۱۰:۰
په خوست کې د ښوونکي نړیواله ورځ په شاندارو مراسمو ولمانځل شوه

د پوهنې وزارت_خوست : په هغه مراسمو کې چې په همدې مناسبت د خوست ښار د پوهاند عبدالحی حبیبي لېسې په انګړ کې جوړ شوي ؤ، د مرکز او ولسوالیو د مختلفو ښوونځیو ښوونکو، پوهنې رئیس نصیر احمد روښان، د ولایتي شورا غړو، پوهنې امرینو او د زده کوونکو والدینو ګډون کړی وو.

مراسمو ته د خوست د پوهنې رئیس نصیر احمد روښان په خپله وینا کې د ښوونکو ورځې د مبارکي ترڅنګ د ښوونکي مقام په اړه په خپلو خبرو کې وویل، ښوونکي دي چې افغانستان یې له معاصرې پوهې سره وصل کړیدی.

ښاغلي روښان ښوونکي په هېواد کې تر ټولو فدا کاره قشر یاد کړ ویې ویل، دوی هر یو د یو متعهد نسل د روزنې لپاره هېڅ ډول هڅې نه دي دریغ کړي.

نوموړي د هغه ۳۰ ښوونکو او کار کوونکو پر مړینه هم ژوره خواشیني څرګنده کړه چې د کرونا ویروس له وجې یې خپل ژوند له لاسه ورکړیدی. د دوی روح ته یې دعا وکړه او زیاته یې کړه، نه شتون به یې تر ډېره د پوهنې په بهیر کې احساس شي.

پوهنې رئیس زیاته کړه، زموږ هڅه او ژمنه دا ده، چې د خوست ټولو ښوونکو د سرپناه د نشتون ستونزه حل او استوګنیزې نومرې ورته توزیع کړو او په دغه برخه کې د ټولو اړونده ادارو سره دوامداره کار کوو چې په ډېرو مواردو د پام وړ لاسته راوړنې هم لرو.

روښان زیاته کړه، هېڅوک په افغاني ټولنه کې د ښوونکو له ستونزو سترګې نه شي پټولی، نو ضرور ده د هرې ممکنې لارې د ښوونکو د ژوند د ښه کېدو لپاره واقعي کار وشي.

د ښوونکو په استازیتوب معلم حضرت محمد هنریار په خپلو خبرو کې د ښوونکو ستونزې شریکې کړې، ده وویل: ښوونکي که د ژوند مناسبې اسانتیاوې ولري په روحي لحاض به جوړ وي، دغه چاره د تدریس پرکیفیت د پام وړ مثبت تاثیر لرلی شي.

د ولایتې شورا غړي نور شاه نوراني د ولسونو په استازیتوب له ښوونکو مننه وکړه چې په خورا کمو امکاناتو یې د علم او پوهې مشعل بل ساتلی دی.

ښاغلي نوراني ډاډ ورکړ چې د ښوونکو ستونزو د رسېدنې په برخه کې به ولایتي شورا په ټول توان همکاري کوي.

نورو ویناوالو هم په خبرو کې د ښوونکي د مقام په اړه خبرې وکړې او د ټولنې د پرمختګ لپاره یې د دوی د هڅو یادونه وکړه.

په پای کې د پوهنې وزارت له لوري تقدیر نامې او د پوهنې ریاست له لخوا ورته د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ډالۍ وویشل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS