په دایکنډي ولایت کې هېواد ته له راستانه شویو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۴:۴۳
zsvxzv

د دایکنډي ولایت پوهنې ریاست له ۳۲ تنو راستانه شویو زده‌کوونکو څخه د تعلیمي سویې تثبیت ازموینه واخیسته.
په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه جوړ شوي وو، د یاد ولایت پوهنې مسؤلینو د ازموینې له بهیر څخه څارنه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د تعلیمي سویې د تثبیت او په رسمي ښوونځیو کې د راستانه شویو زده‌کوونکو شاملولو هڅې به دوام ولري.
د مسئولینو په وینا، ټاکل شوې چې دغه شمېر زده‌کوونکي د خپلو تعلیمي سویو له مخې د ښوونځیو له اووم تر یوولسم ټولګیو کې شامل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۰
Background image

وضاحت:

د پوهنې وزارت په ټولنیزو رسنیو کې د هغې خپرې شوی ویډیو حقیقت جدي تعقیب کړ چې پکې یو طالب‌العلم د خپل استاد له لوري وهل کېږي.
 معلومات ښيي چې دغه پېښه، د تېر ۱۴۰۴ کال په حوت میاشت کې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

په بادغیس کې ۳۰ ښوونځیو ته د لمریزې برېښنا برابرولو چارې پیل او څلور نور ترمیم شول

د بادغیس ولایت مرکز سربېره په قادس، مقر، آب‌کمري، بالامرغاب او جوند ولسوالیو کې د ۳۰ ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو چارې پیل شوې دي.
په ورته مهال، د یاد ولایت په مقر، قادس او آب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۰
Background image

په غزني کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند نجـم‌العلوم للبنات مدرسې نوې ودانۍ، چې څه موده مخکې د یو جریب ځمکې پر سر د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت یې د جوړولو چارې پیل شوې وې، بشپړه او د یوې. . .

BACK TO NEWS