په دایکنډي کې دوو ښوونځیو ته ځمکه وقف شوه
د دایکنډي ولایت دووتنو د پوهنې مینهوالواوسېدونکو لخوا، د زدهکړو د بهیر پراختیا او زدهکوونکو ته د مناسب ښوونیز چاپېریال برابرولو په موخه، د دوو ښوونځیو لپاره اړینه ځمکه پوهنې ریاست ته وقف شوه.
د شهرستان ولسوالۍ د سرنګاه لومړني ښوونځي لپاره شاوخوا ۲.۷۹ جریبه ځمکه، چې ارزښت یې ۶۰۰ زره افغانۍ کېږي، د پوهنېدوست ښاغلي سیدمحمدشاه، د اسماعیل زوی له لوري پوهنې ته ورکړل شوې ده.
همدارنګه، د دایکنډي ولایت مرکز اړوند سرمهسنګ سرنیلي کلي د بعثت لومړني ښوونځي لپاره شاوخوا ۲.۷ جریبه ځمکه، چې ارزښت یې ۸۰۰ زره افغانۍ کېږي، د حاجي قاسم، د کلبی حسن زوی له لوري پوهنې ته ورکړل شوې ده.
