په دایکنډي کې د یو شمېر ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامې پیل شوې
د دایکنډي ولایت کیټي او کجران ولسوالیو اړوندو ښوونځیو د ښوونکو مسلکي ظرفیت لوړولو او د تدریسي کیفیت ښه والي په موخه، د ۳۵ تنو ښوونکو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زدهکړې ترویج» تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ روزنیزې برنامې پيل شوې.
په یادو برنامو کې ۲۴ ښوونکو په کیټي او ۱۱ ښوونکو په کجران ولسوالۍ کې ګډون کړی.
د پوهنې مسوولینو د ښوونې او روزنې په کیفیت لوړولو کې د مسلکي ښوونکو پر اساسي رول ټینګار وکړ او له ګډونوالو یې وغوښتل چې تر لاسه کړي مهارتونه په خپلو درسي ټولګیو کې پلي کړي.
