په زابل ولایت کې د یو باب ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ کېښودل شو

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۰:۵۵
erw

د زابل ولایت نوبهار ولسوالۍ اړوند د «لوره‌ګي منځني ښوونځي» د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا؛ دغه ودانۍ پر څلور جریبه وقف شوې ځمکه جوړېږي او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ رغول کېږي، چې دغه تعمیر به پنځه درسي ټولګي او یوه اداري خونه ولري.
همدارنګه ویل شوي چې د ودانۍ جوړولو او د ځمکې د بیې ټولټال اټکلیز لګښت شاوخوا ۵۰۰ زره افغانۍ دی او په جوړېدو سره به یې نږدې ۲۰۰ تنو زده‌کوونکو ته مناسب تعلیمي چاپېریال برابر شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS