په غزني ولایت کې د دیني مدارسو د ط.البانو ترمنځ د "ښه ویناوال" سیالۍتر سره شوې

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۵ - ۱۳:۳۱
شسی

د غزني ولايت په مقر ولسوالۍ کې د مدارسو د طلابو د پټو استعدادونو د ودې په موخه، د ويناوالۍ سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په مراسمو کې د پوهنې رياست پر مسئولينو سربېره د سيمه ييزه ادارو يو شمېر استازو، د ملکي او نظامي ادارو يو شمېر چارواکو، علماء کرامو، ښوونکو او مدرسينو برخه اخيستې وه.

په پیل کې د مقر ولسوالۍ د پوهنې آمر عبدالمنان هارون مېلمنو او ګډون والو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د دیني مدارسو د طلابو ترمنځ د یادو سیالیو د تنظیم په اړه ګډون والو ته معلومات ورکړل.

ورپسې د ملي دفاع وزارت د عرايضو د دفتر رئیس مولوي اسدالله اعزاز، د مقر ولسوال مولوي عبدالقادر بلال او یو شمېر مېلمنو د ویناوو د تخنیکونو او معیارونو په اړه خبرې وکړې او له ځوانانو یې وغوښتل، چې د درسي کتابونو مطالعه او عمومي پوهه بډایه کول، په ځانګړې توګه د ژبو ادبياتو برخه کې د یو ښه ویناوال ځانګړنه کېدای شي.

د پروګرام په پای کې د ګډون والو له جملې څخه دريو تنو لومړی، دويم او درېیم مقامونه تر لاسه کړل، چې د مسئولینو له خوا په جایزو او ډالیو ووياړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴
Background image

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی رئیس بادغیس ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو د لوی رئیس محترم الحاج مولوي جنت‌ګل عزیز په مشرۍ پلاوي بادغیس ولایت ته رسمي سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له رئیس محترم الحاج مولوي محب‌الله احسان او د پوهنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۱
Background image

په بغلان کې ۶۷۵ تنو ښوونکو، آمرینو، سرښوونکو او د ښوونیزو شوراګانو غړو ته د وړتیا لوړونې برنامې جوړې شوې

د ۱۴۰۵ ښوونیز کال له پیله تر دې دمه، د بغلان ولایت په کچه د مسلکي وړتیاوو لوړولو او د ښوونیز بهیر د کیفیت ښه والي په موخه بېلابېل روزنیز پروګرامونه او د مسلکي ودې ورکشاپونه جوړ شوي دي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۵
Background image

په کندز کې یوه ښوونځي ته د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت ځمکه وقف شوه

د کندز ولایت چهاردرې ولسوالۍ اړوند شهید مولوي نجم‌الدین لومړني ښوونځي ته د سیمې معارف دوسته خلکو له لوري د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت یوه ټوټه ځمکه وقف او ورکړل شوه.
د کندز پوهنې رئیس. . .

BACK TO NEWS