په غزني ولایت کې د یو باب ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۱:۴۴
564465

د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ اړوند د چهل دختران لېسې د ودانۍ بنسټ ډبره د سیمه‌ییزو خلکو د ۵ مېلیونه افغانیو په مالي مرسته د پوهنې چارواکو، قومي مشرانو، ښوونکو او د ښوونځي د زده‌کوونکو په حضور کې کېښودل شوه.
د ښوونځی دغه ودانۍ چې په ۵ جرېبه ځمکه کې جوړېږي، ۱۲ درسي ټولګي، یوه اداري خونه او د برېښنا او اوبو منظم سیسټم به ولري او موخه یې د زده‌کوونکو لپاره د مناسب تعلیمي چاپېریال برابرول دي.
د یادونې وړ ده چې د یادې ودانۍ په بشپړېدو سره به شاوخوا ۴۰۰ تنو زده‌کوونکو ته تعلیمي اسانتیاوې برابرې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۰
Background image

وضاحت:

د پوهنې وزارت په ټولنیزو رسنیو کې د هغې خپرې شوی ویډیو حقیقت جدي تعقیب کړ چې پکې یو طالب‌العلم د خپل استاد له لوري وهل کېږي.
 معلومات ښيي چې دغه پېښه، د تېر ۱۴۰۴ کال په حوت میاشت کې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

په بادغیس کې ۳۰ ښوونځیو ته د لمریزې برېښنا برابرولو چارې پیل او څلور نور ترمیم شول

د بادغیس ولایت مرکز سربېره په قادس، مقر، آب‌کمري، بالامرغاب او جوند ولسوالیو کې د ۳۰ ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو چارې پیل شوې دي.
په ورته مهال، د یاد ولایت په مقر، قادس او آب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۰
Background image

په غزني کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند نجـم‌العلوم للبنات مدرسې نوې ودانۍ، چې څه موده مخکې د یو جریب ځمکې پر سر د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت یې د جوړولو چارې پیل شوې وې، بشپړه او د یوې. . .

BACK TO NEWS