په غور ولایت کې د سواد زدهکړې ۱۰۴ بابه کورسونه جوړ شوي

په روان کال کې، د غور ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې په ټولیزه توګه ۱۰۴ بابه د سواد زدهکړې کورسونه جوړ کړي دي.
همدارنګه یې د سیمه ییزو خلکو، روږدو کسانو، کوچیانو، کډوالو، بندیانو، پولیسو او د ځینو رسمي ادارو کارکوونکو لپاره د سواد زدهکړې ۶۹ بابه مرکزونه جوړ او فعال کړي دي.
یاد کورسونه د سواد زدهکړې کمیټې او د غور ولایت پوهنې چارواکو لخوا په منظم او دوامداره توګه څارل کېږي؛ ترڅو د سواد زدهکړې نصاب په اغېزمن ډول پلی او تدریس شي.