په غور ولایت کې د ښوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ پیل شو

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۴:۳۳
طیرطز

د غور ولایت په تعلیمي ادارو کې د نویو تدریسي او علمي مېتودونو کارولو او د ښوونیزې وړتیا لوړولو په موخه، د یوې همکارې ادارې په مالي او تخنیکي مرسته په مرغاب، الله یار، لعل او سرجنګل ولسوالیو کې د ۱۸۰ تنو ښوونکو او د ښوونځیو د تعلیمي شوراګانو غړو لپاره د مسلکي ظرفیتونو لوړولو په موخه روزنیز ورکشاپ ترسره شو.
د غور ولایت پوهنې وزارت چارواکو د دې دورو پر اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې یاد پروګرامونه به په غور ولایت کې د پوهنیز کیفیت په ښه کولو کې لوی رول ولوبوي.
د یادونې وړ ده چې د ظرفیت لوړولو روزنیز پروګرام مخکې د غور ولایت د مرکز فیروزکوه په ګډون د څلورو ولسوالیو د ښوونځیو ۱۴۰ تنو ښوونکو لپاره ترسره شوی و، چې په بریالیتوب سره بشپړ شوی دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۰
Background image

وضاحت:

د پوهنې وزارت په ټولنیزو رسنیو کې د هغې خپرې شوی ویډیو حقیقت جدي تعقیب کړ چې پکې یو طالب‌العلم د خپل استاد له لوري وهل کېږي.
 معلومات ښيي چې دغه پېښه، د تېر ۱۴۰۴ کال په حوت میاشت کې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

په بادغیس کې ۳۰ ښوونځیو ته د لمریزې برېښنا برابرولو چارې پیل او څلور نور ترمیم شول

د بادغیس ولایت مرکز سربېره په قادس، مقر، آب‌کمري، بالامرغاب او جوند ولسوالیو کې د ۳۰ ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو چارې پیل شوې دي.
په ورته مهال، د یاد ولایت په مقر، قادس او آب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۰
Background image

په غزني کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند نجـم‌العلوم للبنات مدرسې نوې ودانۍ، چې څه موده مخکې د یو جریب ځمکې پر سر د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت یې د جوړولو چارې پیل شوې وې، بشپړه او د یوې. . .

BACK TO NEWS