په لغمان کې د ښوونیزو ادارو لپاره ځمکه وقف شوه
د محترم محمد صفر ولد خیرمحمد لخوا د لغمان ولایت د فراشغان ولسوالۍ پوهنې آمریت او مرکزي لېسې لپاره شاوخوا ۵۰۰۰ متره مربع ځمکه وقف شوه.
د یادې ځمکې د ملکیت سند، چې ارزښت یې ۱.۵ میلیونه افغانۍ ښودل شوی، د سیمې د اوسېدونکو په حضور کې پوهنې مسوولینو ته وسپارل شو.
