په مرکز او ولایتونو کې د پوهنې ورځنیو فعالیتونو ته یوه کتنه
ولایتونه:
د ښوونکي نړیواله ورځ د (میزان له ۱۳ ) راهیسې په ټول هېواد کې د پوهنې په ټولو برخو کې په شاندارو مراسمو سره ونمانځل شوه.
د پوهني رئيسانو، علماوو او د قلم او فرهنګ خاوندانو د استاد د لوړ مقام په اړه وينا وکړه، استاد يې د ټولني رڼا او د بشر لارښود وباله او زده کوونکو هم د ښوونکي په ستاینه ترانې او مقالې ولوستلې.
د پوهنې لوړپوړو چارواکو د دوی د ستونزو د حل ژمنه وکړه.
نورستان:
د نورستان ولایت د پوهنې رئیس تاج محمد جاهد د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت د کانکور د ازموینې له پلاوي سره وکتل.
ښاغلي مطمین راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال له دوی وغوښتل، چې په ازموینه کې د شفافیت او صداقت اصل په پام کې ونیسي او د دې ولایت له زده کوونکو سره همکاري وکړي.
په همدې حال کې د نورستان د پوهنې رئیس د دغه ولایت د وامۍ ولسوالۍ د شیخ عبدالعزیز لېسې له تدریسي او اداري چارو څخه کتنه وکړه او له ښوونکو یې وغوښتل چې په خپلو هڅو سره ټولنې ته روزل شوي وګړي وړاندې کړي.
بلخ:
د بلخ ولايت د افغان ترک عالي لېسې د رياضي او فزيک سيالۍ چې په دې وروستيو کې د بلخ ولايت د ۶۴ ښوونځيو د ۶۵۱ زده کوونکو ترمنځ په لاره اچول شوې وې، د ستاینلیکونو په ورکولو سره د یادو زده کوونکو ستاینه وشوه.
د بلخ ولايت د پوهنې رئيس مولوي عبدالجليل شهیدخېل د پوهنې په برخه کې د ترکيې هېواد له مرستو مننه وکړه او افغان-ترک ښوونځي يې په هېواد کې تر ټولو ښه او منظم ښوونځي وبلل.
لغمان:
د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې لغمان ولایت کې د میاخیل او میازمري ښوونځیو لپاره د کمپیوټر درسي ټولګي جوړوي.
د چارواکو په وینا؛ پر يادو ټولګيو څه باندې يو ميليون او ۴۰۰ زره افغانۍ لګښت راځي، چې ټاکل شوې د دوو مياشتو په موده کې بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
له بلې خوا د لغمان ولايت د پوهنې رئيس مولوي شاه جهان ساجد د دغه ولايت د مياخېلو لېسې د زده کوونکو له علمي سویې څخه خوښ و او د دې لېسې له ښوونکو يې وغوښتل چې د هېواد د ماشومانو د سالمې روزنې په برخه کې لا زياتې هڅې وکړي.
جوزجان:
د جوزجان ولايت د پوهنې رياست مسوولينو د يونيسف د ولايتي دفتر په مرسته په دغه ولايت کې د جنرال حکيم لېسې سره مرسته وکړه. د جوزجان د پوهنې رئیس مولوي محمد طاهرجواد په وینا، جنرال حکیم لېسه د شبرغان ښار له سترو لېسو څخه ده، چې شاوخوا درې زره زده کوونکي په کې زده کړې کوي.
له همدې ولایت څخه په یوه بل خبر کې:
د دغه ولایت د پوهنې ریاست سره په همغږۍ د یونیسف ادارې په مالي همکارۍ د جوزجان ولایت د پوهنې ریاست ۴۹۵۰ ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې ده.
د دغه ولايت د پوهنې رئيس د يادو بنسټونو د مسوولينو د ستاينې په ترڅ کې د سيمه ييزو ټولګيو جوړول د پوهنې په برخه کې يو مثبت ګام وباله.
بلخ:
د زارع ولسوالۍ د پوهنې آمر شیرمحمد حنفي د پختګان، ابوذر غفاري او خواجه روشنایي لیسو څخه څارنه وکړه او د تدریسي بهیر او اداري کارونو په اړه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
په ورته وخت کې د دې ولایت د دهدادي ولسوالۍ د څارنې آمر مولوي نقیب الله مخلص په دې ولسوالۍ کې د (تخته لیسې) له ورځنیو فعالیتونو څارنه وکړه.
