په میدان وردګ ولایت کې د ښوونیزو شوراګانو غړو ته د وړتيا لوړونې برنامه پیل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۲۲
2316

د میدان وردګ ولایت دایمیرداد ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ښوونیزو شوراګانو غړو ته د ظرفیت لوړونې دوه ورځنۍ برنامه، د ياد ولایت پوهنې ریاست مسوولینو په حضور کې پیل شوه.
د غونډې د پیل پر مهال مسوولینو د ښوونې او روزنې د بهیر په پیاوړتیا، د ښوونځیو او ټولنې ترمنځ د اړیکو په ټینګښت او د زده‌کړو د ترلاسه کولو لپاره د خلکو په هڅونه کې د ښوونیزو شوراګانو رول مهم او ارزښتناک وباله.
مسوولینو زیاته کړه، چې د پوهنې وزارت هڅه کوي، ترڅو د ښوونیزو شوراګانو په همکارۍ د تدریس بهیر لا پیاوړی، د زده‌کړې او روزنې زمینه پراخه او د زده‌کوونکو لپاره د ښوونځیو چاپېریال لا مناسب کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۰
Background image

په پکتیکا ولایت کې د مسلکي پراختیا مدرسینو ته شپږ ورځنۍ برنامه پیل شوه

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست په تالار کې د مسلکي پراختیا اړوندو ۹۰ تنو مدرسینو لپاره د مسلکي وړتيا لوړونې شپږ ورځنۍ برنامه د یوې غونډې په ترڅ کې پیل شوه.
د دغه پروګرام موخه د مدرسینو د. . .

BACK TO NEWS