په ننګرهار ولایت کې له پوهنیز نظام سره د خلکو مرستې دوام لري

* سپین غر ولسوالي
د حاجي بابا خیریه بنسټ لخوا د کونج اولیاء کلي اړوند هاشمیه دارالحفاظ لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم او لاوډ سپیکر وپېرل شول.
* سپین غر
د چهلګزي لېسې شاوخوا دېوال له پوهنې وزارت سره د همکار بنسټ په مالي مرسته، د ۱۵۸ زره ۱۲۹ افغانیو په لګښت جوړ شو.
کوز کونړ ولسوالي
د اړښي په کلي کې د احمد کوټ لېسې لپاره لمریزې برېښنا سیسټم نصب او فعال شو.
مهمند درې ولسوالي
د مهمنددرې ولسوالۍ د پوهنې یو تن مینهوال ډاکټر په مرسته، د غزګي په عالي لېسه کې لمریزه برېښنا فعاله شوه.
شېرزاد ولسوالي
د یادې ولسوالۍ ځوانانو، له طوطو لېسې سره د ۶۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وکړه.
همدارنګه د څیلې لېسې لپاره د ۶ سپینو تختو پېرلو په موخه، د ۳۵۰۰ افغانیو مرسته وشوه.