په ننګرهار کې د پوهنې په برخه کې د عدالت غوښتنې کمپاين پیل شو
پوهنې وزارت_ننګرهار: په ننګرهار ولایت کې د بشري مرستو پياوړتيا موسسې په همکارۍ پر جلال اباد ښار سربېره د بهسودو او سره رود ولسواليو د ښوونيزو ستونزو د اواري لپاره د عدالت غوښتنې کمپاين ترسره شو.
دغه کمپاين د ازاد بحث او ډيالوګ په بڼه جوړ شوی و، چې پکې د مدني ټولنو استازو، قومي مخورو، مېرمنو او د ښوونځيو شوراګانو غړو د پوهنې له رئيس حسيب الله شينواري څخه د پوهنې په برخه کې د کړنو، لاسته راوړنو او شته ننګونو په اړه پوښتنې وکړې.
هغه پوښتنې چې د تالار د ګډونوالو له خوا مطرح شوې په ننګرهار کې د ښوونکو لپاره د بستونو کموالی، د ښوونځيو د سرپناه نشتوالی، د کتابونو کمښت، د غير مسلکي ښوونکو ګومارنه او نورې ستونزې وې.
د پوهنې رئيس حسيب الله شينواري په لومړي سر کې د ننګرهار د پوهنې وضعيت تشريح کړ او وروسته يې د ګډونوالو پوښتنو ته قانع کوونکي ځوابونه وويل، نوموړي وويل چې د ښوونکو د ګومارنې پروسه د اداري اصلاحاتو کميسيون له خوا ترسره کېږي، چې تر ډېره پکې شفافيت په پام کې نيول شوی دی، خو مسلکيتوب لا هم هغه ننګونه ده چې د ښوونکو د استخدام په پروسه کې موجوده ده هغه وويل د اداري اصلاحات په ملي کانکور کې استخدام د تحريري ازموينې پر اساس کيږي، حال دا چې د ښوونکو د تحليل ظرفيت، فيزيکي بڼه او د افهام او تفهيم مهارتونه او ظرفتونه پکې نه شي مالوميدی، نوموړي ومنله چې لا هم په ننګرهار کې ګڼ شمېر ښوونځي سرپناه نه لري چې اوسمهال ۲۰۸ بابه ښوونځيو لپاره د ولسي تړون پروګرام له لارې په بېلابېلو سيمو کې د ودانيو جوړولو چارې پيل شوي دي.
د پوهنې رئيس زياته کړه چې پوهنې وزارت سږ کال ۱۲.۵ ميليونه کتابونه چاپ کړي او ولايتونو ته يې د وېش لړۍ پيل کړې ده، چې دغه ستونزه به يو څه راکمه شي، نوموړي د ناستې له ګډونوالو وغوښتل چې معارف خپل ملکيت وګڼي، د ښوونکو او کتابونو کمښت ستونزو لپاره دې پر ولايتي کچه سربېره په مرکز کې هم عدالت غوښتنه وکړي.
د يادونې ده چې په دې بحث کې د پوهنې پر رئيس سربېره د اقتصاد رئيس او د اصلاح دفتر استازي هم برخه درلوده او په خپلو برخو کې يې د ګډونوالو پوښتنې ځواب کړې.
