په نیمروز کې د ښوونځیو زده‌کوونکو او ښوونکو ته د درسي مرستندویه توکو وېش لړۍ پیل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۴:۴۸
54546

د نیمروز ولایت پوهنې ریاست مسوولینو په حضور کې د ياد ولایت د ښوونځیو زده‌کوونکو او ښوونکو ته د قرطاسیې او درسي مرستندویه توکو د کڅوړو وېش لړۍ په رسمي ډول پیل شوه.
په دغه بهیر کې به د مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو ۱۶ زره او ۲۷۵ زده‌کوونکو او ۱ زره او ۱۶۳ تنه ښوونکو ته، چې ټولیز ارزښت یې ۵ میلیونه، ۳۶۵ زره او ۴۹۱ افغانۍ کېږي، ۱ زره او ۴۱۲ کڅوړې قرطاسیه، ۱ زره او ۷۲۸ بستې مارکر او د مارکررنګ او ۱ زره ۸۲۰ ټوکه د اغېزمنې زده‌کړې او ښوونې ترویج کتابونه ووېشل شي.
یاد مرستندویه توکي د پوهنې یو همکار بنسټ لخوا د نیمروز ولایت پوهنې ریاست ته وقف شوي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱۵
Background image

د کابل ولایت ۳۵۰ ښوونکو ته علمي، ښوونیزه او اصلاحي برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفیذ مرکزي هیئت، د دعوت او ارشاد ریاست له لوري او د کابل ولايت پوهنې رياست په همکارۍ د ياد ولايت د موسهي، بګرامیو، خاکجبار، سروبي،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱۰
Background image

په پکتیکا کې یوې مدرسې ته يو محراب جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د پکتیکا ولایت زرغون‌شهر ولسوالۍ اړوند سروریه مدرسې لپاره يو محراب جومات د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانیو مالي مرسته جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۷
Background image

په لوګر کې له ښوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د لوګر ولایت د مرکز او ولسوالیو په ښوونځیو کې له ۲۷۴۶ تنو ښوونکو سره د ۷۴ کڅوړو درسي توکو مرسته شوې، چې ټولیز ارزښت یې ۷ زره او ۶۵۹ امریکايي ډالره دی.
یاد درسي توکي د يوې همکارې ادارې. . .

BACK TO NEWS