په هرات ولایت کې د صنفي اصولو ښوونکو لپاره د وړتيا لوړونې ورکشاپ ترسره شو
د هرات ولایت پوهنې ریاست د «اغېزمنې ښوونې او زدهکړې ترویج» تر سرلیک لاندې د شپږ ورځني ظرفیت لوړونې ورکشاپ د ښار او د رباطسنګي، کرخ، انجیل او گذرې ولسوالیو د ښوونځیو د صنفي اصولو۳۸۰ تنو ښوونکو لپاره ترسره کړ.
د یاد ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد رحماني وویل چې د دغه علمي پروګرام موخه د ښوونکو د علمي وړتياوو او تدریسي مهارتونو لوړول، د تدریسي کیفیت ښه کول او په ښوونځیو کې د زدهکړو د کچې لوړول دي.
