په هرات ولایت کې د ۶۶۰ تنو ښوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ پیل شو

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۴:۱۰
123

 د هرات ولایت چشت شریف، اوبه، کرخ او کهسان ولسوالیو اړوند ۶۶۰ تنو ښوونکو لپاره د "اغېزمن تدریس او د زده‌کړې ترویج" تر سرلیک لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پرانیستل شو.
د یاد روزنیز پروګرام اساسي موخه د ښوونکو د تدریسي مهارتونو لوړول دي، تر څو په ښوونځیو کې د زده کړې کیفیت لاپسې پیاوړی شي، کوم چې د یاد ولایت د ښوونکو د مسلکي پراختیا د علمي غړو لخوا د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ تنظیم شوی دی.
ګډون والو د دغه روزنیز ورکشاپ هرکلی وکړ او دا یې د خپلو مسلکي وړتیاوو او مهارتونو د پراختیا لپاره یو ارزښتناک فرصت وباله.
همدارنګه، د پورته ذکر شویو ولسوالیو د پوهنې مسئولینو د داسې ورکشاپونو پیل د تدریسي پروسې لاښه والي او په ښوونځیو کې د پوهنیز کیفیت لوړولو په لور یو اغېزمن ګام وباله.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۴:۲۰
Background image

په بامیان ولایت کې د سیمه ییزو ټولګیو اړوندو ښوونکو وړتیا لوړولو ورکشاپ جوړ شو

پوهنې وزارت له لوري د یوې ملاتړې ادارې په همکارۍ، د بامیان ولایت د سیمه ییزو ټولګیو ۲۰۴ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړولو ۶ ورځنی ورکشاپ جوړ شو.
په یاد شپږ ورځني ورکشاپ کې به د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۴:۱۶
Background image

پوهنې وزارت د ۷م او ۸م بستونو خدماتي کارکوونکو لپاره د سواد زده‌کړې کورسونه پرانیستل 

د پوهنې وزارت د سواد زد‌ه‌کړې ریاست لخوا، د مرکزي ریاستونو اړوند د ۷م او ۸م بستونو خدماتي کارکوونکو لپاره، د لیک لوست زده‌کړې ښوونیز کورسونه جوړ شول.
په یاده پرانیستغونډه کې د پوهنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۱:۴۲
Background image

په دایکنډي ولایت کې یو باب لومړنی ښوونځی تاسیس شو

د دایکنډي ولایت میرامور ولسوالۍ اړوند په داله سیمه کې د "خورشید" لومړني ښوونځی، د پوهنې رئیس مولوي رحمت الله قندیلي، مسئولینو او د یادې ولسوالۍ د یو شمېر علماءکرامو او عامو خلکو په حضور. . .

BACK TO NEWS