پوهنې وزارت د ۷م او ۸م بستونو خدماتي کارکوونکو لپاره د سواد زده‌کړې کورسونه پرانیستل 

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۴:۱۶
132

د پوهنې وزارت د سواد زد‌ه‌کړې ریاست لخوا، د مرکزي ریاستونو اړوند د ۷م او ۸م بستونو خدماتي کارکوونکو لپاره، د لیک لوست زده‌کړې ښوونیز کورسونه جوړ شول.
په یاده پرانیستغونډه کې د پوهنې وزارت د ښووني او روزنې معین او کفیل الحاج مولوي سخاء الله سعید، د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د مقام د دفتر لوی رئیس الحاج مولوي شهاب الدین ثاقب، د سواد زده‌کړې رئیس الحاج مولوي عبیدالله آخندزاده، مسئولینو او کارکوونکو ګډون درلود.
په پیل کې د پوهنې وزارت د ښووني او روزنې معین او کفیل مېلمنو او ګډون والو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د علم او پوهې د اهمیت په اړه تفصیلي خبرې وکړې او له ګډون والو یې وغوښتل چې له دغه طلایي فرصت څخه اعظمي ګټه پورته کړي؛ تر څو په راتلونکي کې د خپل ځان او ټولنې لپاره د لا ښه خدمت جوګه شي.
ورپسې د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین هم د علم او پوهنې د ارزښت، مؤثریت، اړتیا او دوخت اهمیت په تړاو علمي وینا وکړه او د یاد پروګرام ګډون وال یې خپلو اساسي موخو ته متوجې کړل.
د یادو مراسمو پر مهال، د پوهنې مسئولینو له لوري د سواد زده‌کړې کورسونو یو شمېر ګډون والو ته په نمونوي ډول ښوونیز توکي او مواد ووېشل شول.
دغه پرتمین مراسم د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین د معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق په مبارکې دعائیې سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۴۶
Background image

په لوګر ولایت کې د ۴۹  بابه ښوونځیو بیارغونې چارې بشپړولو ته نږدې شوې

د لوګر ولایت پوهنې ریاست اعلان کړی چې په یاد ولایت کې د ۴۹ بابه ښوونځیو د ودانیو او اړوندو ملحقاتو بیارغونې ۹۸ سلنه چارې بشپړې او ټاکل شوې ده، چې ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د غور ولایت په مرکز کې د سوادزده‌کړې ټولګی جوړ شو

د بې‌سوادۍ کچې راکمولو په موخه، د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوند «دره‌قاضي» په سیمه کې د سوادزده‌کړې یو ټولګی جوړ شو.
د پوهنې مسئولینو په وینا، د دغه صنف په جوړېدو سره ۳۰ تنو بې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۲:۳۹
Background image

بامیان ولایت کې د څه کم ۱۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت یو شمېر تعلیمي مرکزونه ترمیم او بیارغول شوي

د بامیان ولایت پوهنې ریاست مسئولین وایي، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د سیغان او یکاولنګ نمبر ۱ ولسوالیو اړوند ۳۲ بابه مدارسو او ښوونځيو د ترمیم چارې او د ۳ بابه 
نویو ښوونځیو. . .

BACK TO NEWS