په پنجشیر کې د ښوونځیو د شوراګانو غړو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ جوړ شو

media-moe
شنبه ۱۳۹۸/۶/۳۰ - ۱۲:۵۳
په پنجشیر کې د ښوونځیو د شوراګانو غړو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ جوړ شو

پوهنې وزارت_پنجشیر: د ټولنیز خوځښت او د پوهنې شوراګانو ریاست لخوا پنجشیر ولایت د ښوونځیو شوراګانو غړو ته د (ښوونځیو د شوراګانو د فعالیتونو لارښوود) تر نامه لاندې ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د ټولنیز خو ځښت او پوهنې شوراګانو په همکاري او د افغانستان لپاره د روڼوالې او شفافیت پروژې (AMANAT) په مالي مرسته جوړ شوي چې د پنجشیر ولایت د مرکز اړوند او د رخه او عنابه ولسوالیو د ۵۴ بابو ښوونځیو د شوراګانو غړي پکې ګډون لري.
د غونډې په پیل کې د ټولنیز خوځښت او پوهنې شوراګانو ریاست رئیس رحیم الله لودین د خپلې وینا په ترڅ کې د یاد روزنیز ورکشاپ په هکله معلومات ورکړل چې ذکر شوی روزنیز ورکشاپ به د ټولنیز خوځښت او د پوهنې شوراګانو ریاست لخوا، د (AMANAT) پروژې په مالي مرسته د پنجشیر ولایت د عنابه، روخه او مرکز ولسوالیو (۵۴) د ښوونځیو شوراګانو ته د څلورو میاشتو په جریان کې تکمیل شي؛ چې له دې سره به د یاد ولایت د روزل شویو شوراګانو غړي د ښوونځیو په چارو کې د ټولنې د ښکېلتیا، د ولسي مرستو را جلبولو، د ښوونځیو د پرمختیایي پلان تطبیق، د ښوونځیو د ستونزو د حل د لارو-چارو لټولو او امکاناتو پیدا کولو مهارتونه تر لاسه کړي.
همدارنګه د پنجشیر ولایت د پوهنې رئیس عتیق الله کریمي د یاد ورکشاپ په اړتیاوو خبرې وکړې او په یاده برخه کې د هر راز همکاري د ژمنې تر څنګ؛ د پوهنې وزارت او خصوصاً د ټولنیز خوځښت او د پوهنې شوراګانو ریاست څخه مننه وکړه چې د پنجشیر ولایت د ښوونځیو شوراګانو د ظرفیت لوړولو برخه کې له مختلفو ډونرانو مرستې را جلبوي او زیاته پاملرنه ورته کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS