په پکتیکا ولایت کې د مسلکي پراختیا مدرسینو ته شپږ ورځنۍ برنامه پیل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۰
zxczxc

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست په تالار کې د مسلکي پراختیا اړوندو ۹۰ تنو مدرسینو لپاره د مسلکي وړتيا لوړونې شپږ ورځنۍ برنامه د یوې غونډې په ترڅ کې پیل شوه.
د دغه پروګرام موخه د مدرسینو د مسلکي وړتیاوو لوړول، د تدریس کیفیت ښه کول او د زده‌کوونکو د ښوونيز او روزنيز بهیر لا اغېزمنول بلل شوې ده.
د پکتیکا پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد د دغې ناستې په اړه وویل، چې ياد پروګرام د مسلکي پراختیا مدرسینو لپاره ښه فرصت دی، څو له دې لارې له نويو تدریسي طریقو سره بلد او د دیني ښوونې او روزنې کیفیت لاپسې لوړ کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۰
Background image

په پکتیکا ولایت کې د مسلکي پراختیا مدرسینو ته شپږ ورځنۍ برنامه پیل شوه

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست په تالار کې د مسلکي پراختیا اړوندو ۹۰ تنو مدرسینو لپاره د مسلکي وړتيا لوړونې شپږ ورځنۍ برنامه د یوې غونډې په ترڅ کې پیل شوه.
د دغه پروګرام موخه د مدرسینو د. . .

BACK TO NEWS