په پکتیکا ولایت کې د یوې مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۷ - ۱۲:۴۳
شسقیب

د پکتيکا ولايت په مرکز ښرنه ښار کې د ځایي خلکو په مالي لګښت، د نجم المدارس ديني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
هغه مراسم چې په همدې موخه جوړ شوي وو، پکې د یاد ولایت والي، پوهنې مشرتابه، د دولتي او خصوصي ادارو مسئولینو، علماوو او قومي مشرانو ګډون درلود.
 د پکتیکا والي الحاج مولوي فیض الله جمال حقاني او د پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي په خپلو خبرو کې، د پوهنې په تړاو دخلکو له دې نېک احساس او همکارۍ څخه د مننې او قدردانۍ ترڅنګ، په ټولنه کې د خلکو د ښوونې او روزنې او اصلاح په تړاو، د دیني علماوو او مدارسو په رول او اهمیت تفصیلي خبرې وکړې.
ورپسې د سیمې د خلکو یوه استازي، د ښوونځيو او ديني بنسټونو د جوړولو او پر ټولنه يې د اغېزو په اړه خبرې وکړې او د یاد ولايت د پوهنې رياست له پروګرامونو يې خپل ملاتړ څرګند کړ.
د يادونې وړ ده، چې له دې وړاندې یادې دیني مدرسې ودانۍ نه درلوده او زده کوونکو يې تر شنه آسمان لاندې په آزاده فضا کې زده کړې کولې، چې د نوې ودانۍ په جوړېدو سره به يې د زده کړې د ځاى ستونزه حل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS