په پکتیکا ولایت کې د یو باب مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۵ - ۹:۵۸
12

د پکتیکا ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د شمس العلوم زامه دیني مدرسې بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د یاد ولايت پوهنې مسئولينو په وينا: د مدرسه دغه ودانۍ چې ۱۰ درسي ټولګي، یو احاطوي دېوال او نور اړين ملحقات به ولري، په ۴ جرېبه ځمکه کې جوړېږي.

د یادې مدرسې په جوړېدو څه باندې ۳ مېلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې د همدغه ولسوالۍ د علم پروره خلکو له خوا ورکول کېږي.

د پوهنې وزارت رهبري د پوهنې په برخه کې د پکتیکا ولایت د ولسونو له مرستو مننه کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۴:۲۳
Background image

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس بلخ ولایت ته رسمي سفر وکړ

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې د رئیس مولوي غلام ربي رباني په مشرۍ یو پلاوی بلخ ولایت ته ورسېد. په پيل کې نوموړي په هغه غونډه کې چې د بلخ پوهنې ریاست په انګړ کې جوړه شوې وه، د یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۴:۱۰
Background image

لوګر ولایت کې د ۱۲مېلیونه ۳۰۰زره افغانیو په لګښت، د درې بابه ښوونځیو پروژې پرانیستل شوې

پوهنې وزارت له لوري، د یو مرستندویه بنسټ په مالي ملاتړ، د لوګر ولایت محمدآغې ولسوالۍ اړوند، د بي بي آمنې، سنګ سوراخ او حاجیانو ښوونځیو رغنیزې پروژې بشپړې او د یاد ولایت پوهنې مسئولینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۱:۱۷
Background image

د څه د پاسه ۱.۳ مېلیونه افغانیو په لګښت، کابل ښار اړوند یو باب ښوونځي کې ۶ درسي خونې ورغول شوې

د کابل ښار په اوومه ناحیه کې د محمد فاروق منځني ښوونځي لپاره د درسي ټولګيو جوړولو پروژه، چې څه موده وړاندې د پوهنې د یوې همکارې ادارې له لوري د یو مېلیون ۳۰۵ زره ۵۰۰ افغانیو په لګښت پیل. . .

BACK TO NEWS