په "ښوونه او روزنه کي معلوماتي تکنالوژي" ۹ پروژې د پوهنې وزیر، وزارتونو او د اړوندو څانګو استازو په شتون کې وڅیړل شوي

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۴/۱۹ - ۱۰:۱۸
 په "ښوونه او روزنه کي معلوماتي تکنالوژي" ۹ پروژې د پوهنې وزیر، وزارتونو او د اړوندو څانګو استازو په شتون کې وڅیړل شوي.

پوهنې وزارت- کابل: په ښوونه او روزنه کي د معلوماتي تکنالوژي (ICT in Education) ۹ پروژې د پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي او د وزارتونو او اړوندو څانګو استازو په شتون کې وڅیړل شوي.
دا غونډه چي ۱۸ د چنګاښ پوهنې وزارت کي تر سره شوه؛ پوهنې وزیر ښاغلي ډاکتر بلخي د یادو پروژو نتیجې رسیدو او پلي کولو لپاره د هیواد ښوونې او روزنې سیستم کې د وزارتونو او دخیلو ادارو د همغږۍ اړتیا ته اشاره وکړه.
پوهنې وزیر ټینګار وکړ چی د دي ۹ پروژو تطبیق کول یواځي د پوهنې وزارت کار ندي او یوي ټول شموله ټولنې ته اړتیا لیدل کیږي چې و کولاي شو د هیواد ښوونې او روزني په سیستم کی د معلوماتي تکنالوژي څخه په ګټه اخیستنې یو ورځ تحول مینځ ته راوړو.
په دي غونډه کي دپوهنې وزارت، ماليي، مخابراتو، قومونو او سرحدونو، ملي تدارکاتو اداري، اترا، افغان تیلي کام او د بریښنا ریاست استازو ګډون درلود؛ او د ۹ پروژو په اړه يي خپل نظرونه د پوهنې وزارت له مشرتابه سره شریک کړل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۶
Background image

په غور ولایت کې د یو باب ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غور ولایت دولینه ولسوالۍ په اړوندو کې د “خاک‌یارک” لومړني ښوونځي نوې ودانۍ جوړېدو لپاره د بنسټ ډبره د پوهنې مسوولینو، علماء کرامو، قومي مشرانو او د زده‌کوونکو د اولیاوو په حضور کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۲
Background image

غزني ولایت کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ اړوند حیدر کلي د شهداوو حیدر ښوونځي نوې ودانۍ، چې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې ده، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په رسمي ډول ګټې اخیستنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۲۹
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ښوونځيو سره د ۳۰ پایې خېمو مرسته وشوه

د یو همکار بنسټ له لوري د ننګرهار ولایت سرخرود ولسوالۍ اړوند بي بي مریم منځني ښوونځي لپاره ۳۰ پایې خېمې د شاوخوا ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت مرسته شوې ده.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم. . .

BACK TO NEWS