په کابل ښار کې د ښوونځیو ښوونکو لپاره د مسلکي مهارتونو لوړولو سیمینار ترسره شو
د کابل ښار پوهنې ریاست، د یوې همکارې ادارې په ملاتړ، د کابل ښار مختلفو ناحیو اړوندو ښوونځيو د ۲۰۰ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي مهارتونو ښه کولو لپاره شپږ ورځنی سیمینار ترسره کړ.
د پوهنې ریاست چارواکو ګډونوالو ته د دغه روزنیز پروګرام د موخو او اهمیت په اړه جامع وینا وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې ښوونکي به د سیمینار له منځپانګې څخه پام وړ ګټه پورته کړي.
د یادونې وړ ده چې ډېر ژر به د کابل ښار د دیني زدهکړو څانګې استادانو لپاره هم ورته سیمینارونه جوړ شي.
