په کابل ښار کې د ۱۳۹۹ ښوونیز کال، کلنۍ آزموینې پېل شوې
د پوهنې وزارت، کابل: د کابل ښار په ښوونځیو کې د۱۳۹۹ ښوونیز کال کلنۍ آزموینې، د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین ښاغلي ډاکټر عطاءالله واحدیار او د کابل ښار د پوهنې رئیس ډاکټر احمد ضمیر ګوارا په شتون کې پیل شوې.
د پوهنې وزارت د لارښوونې سره سم د کابل ښار پوهنې ریاست اړونده دولتي او خصوصي ښوونځیو کې کلنۍ آزموینې د کب په لسمه نیټه پېل شوې، دا آزموینې به ده دې ریاست اړونده ښوونځیو کې چې ټول ټال (۳۱۷)دولتي، (۱۰۴۴)خصوصي او (۲۸) سواد حیاتی ښوونځي دي، د روان کال د کب میاشتې له لسمې تر ۲۵ مې نیټې پورې ترسره شي، چې (۱.۴) میلیونه زده کوونکي به په کې برخه ولري او د آزموینې بهیر به یې شاوخوا (۲۵۰۰۰) تنو ښوونکو له لوري پرمخ وړل کیږي.
د پوهنې وزارت د لارښوونې له مخې، د کابل ښار د دولتي او خصوصي ښوونځیو له لومړي څخه تر دریم ټولګي پورې کلنۍ آزموینې به یې د کب میاشتې په شلمه نېټه پېل او د همدې میاشتې پر پینځه ویشتمه به پای ته ورسیږي.
د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې مرستیال ډاکټر عطاء الله واحدیار، د زده کونکو ازموینو څخه د لیدنې پرمهال وویل چې ۱۳۹۹تعلیمي کال کلنۍ ازموینې، د کوویډ - 19 ناروغي له امله د کب میاشتي ته و ځنډول شوي .
د یادونې وړ ده چې د ۱۴۰۰ نوی تعلیمي کال د وري د میاشتي په دریمه نیټه پیل کیږي.
