په کاپیسا ولایت کې له راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۰:۲
654

د کاپیسا ولایت پوهنې ریاست له ۱۳۵ تنو راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي کچې ارزونې په موخه ازموینه واخیسته.
په همدې مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې، د پوهنې چارواکو د ازموینې له پروسې د څارنې پرمهال ډاډ ورکړ چې، د تعلیمي کچې په ټاکلو او رسمي ښوونځیو ته د راستنېدونکو زده‌کوونکو پېژندلو په برخه کې به خپلې هڅې جاري وساتي.
د مسئولینو په وینا، د زده‌کوونکو دا شمېر به د کاپیسا ولایت د ښوونځیو له اووم څخه تر یوولسم ټولګي پورې د دوی د تعلیمي کچې پر اساس شامل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۹
Background image

مطبوعاتي بلنليک

د کابل ښار پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د یو شمېر تعلیمي حوزو په همکارۍ، د زمري ۲۴مه «د فتحې ورځ» د رابیا لېسې په انګړ کې په شانداره مراسمو سره ونمانځي.
وخت: د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۸/۲/۲۹. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۱
Background image

په هلمند ولایت کې شاوخوا ۳ زره تنه م/جاهدین ښوونځیو ته جذبېږي

د هلمند ولایت پوهنې ریاست له هغو ۲۸۵۰ تنو م/جاهدینو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته، کوم چې د اشغالګرو پر وړاندې د جهاد په لیکو کې د بوختیاوو له امله له زده‌کړو څخه پاتې شوي وو.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۴
Background image

د پوهنې وزارت دوه تنه نوي رئیسان د يو لړ مراسمو په ترڅ کې رسما معرفي شول

د پوهنې وزارت په اسلامي زده کړو معینیت کې د مدارسو او دارالحفاظونو لوى ریاست تر چتر لاندې د دوو نویو ایجاد شویو ریاستونو (د مدارسو ریاست او د دارالحفاظونو ریاست) د رئیسانو د پېژندګلوي. . .

BACK TO NEWS