په کونړ کې  د ممتازو زده کوونکو څخه د لیاقت آزموینه واخیستل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۶/۳۱ - ۱۲:۴۴
په کونړ کې  د ممتازو زده کوونکو څخه د لیاقت آزموینه واخیستل شوه

پوهنې وزارت_کونړ: د کونړ ولایت د پوهنې رياست اړوند  د مرکز او ولسواليو د ښوونځيو ممتازو زده کوونکو څخه د لياقت ازموينه واخيستل شوه. 
هغه غونده، چې د نوموړې از موینې د اخیستلو په موخه جوړه شوي وه ، د پوهنې ریاست تدریسی مرستیال عبدالقهار اخوند زاده، د نظارت غړو، ښوونکو او زده کوونکو غړو ګډون درلود.
د از موینې په پیل کې د کونړ ولایت  د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال عبدالقهار اخوند زاده وویل:  چې  دا ډول ازموینې  موخه یې د زده کوونکو وړتیاوې لوړول، او د خپلو مهارتونو له نورو سره شریکول دي،چې دا شان ازموینې د زده کوونکو جرائت او پر ځان باور زیاتوي. 
په دغه ازموینه کې چې  د پوهني وزارت د مقام د لار ښووني سره سم دیوي څانکړې ګمیتې په حضور کې واخیستل شو، چې د هرې ولسوالۍ نه درې هلکان او درې نجونې راغوښتل شوي چي په مجموعي ټوګه  دزده کوونکو شمیره   ۹۰ تنو ته رسیږي ، چې له دې جملي نه یی  ۴۵ تنه يې هلکان او ۴۵ يې نجونۍ دي، چې له از موینې  دنتایجو له اعلانولو  وروسته به يوازې شپږ تنه د لوړو نومرو لرونکي زده کوونکي  د دریم، دوهم او لومړي مقام تر لاسه کولو لپاره کابل ته لېږدول کېږي،چې درې به يې نجونې او ۳ تنه  به يې هلکان وي. 
د یادونې وړ ده، چې د از موینې په اخري پړاو کې چې په مرکز کابل ښار کې تر سره شي يو تن د لومړنۍ دورې، يو د منځنۍ او يو د ثانوي دورې زده کوونکي به ګډون ولري.
 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS