پوهنې وزارت د دندو او جوړښت د اصلاح لپاره سمپوزیم ترسره کوي

media-moe
شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۷ - ۱۷:۱۶

پوهنې وزارت- کابل: پوهنې وزارت د لمړي ځل لپاره د دې وزارت په جوړښت او دندو کې د زده کوونکي پراساس د اصلاحاتو رامنځ ته کولو په موخه، سمپوزیم تر سره کوي.

په دې سمپوزیم کې چې د ۱۳۹۸ لمریز کال د مرغومي د میاشتې په دریمه اونۍ کې تر سره کیږې، د (پوهنې، جمهوري ریاست چارو ، د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو کمسیون، د مدني ټولنو بنسټونو استازي، د ښوونې او روزنې متخصصان، د لوړو زده کړو، مالیې، کلیو پراختیا، ښځو چارو، کار او ټولنیزو چارو، مخابراتو، اترا، مهاجرینو او راستنیدونکو وزارتونو استازي، د کوچیانو، د ښوونځيو شوراګانو استازي، دینې عالمان، د پوهنې وزارت د پراختیا شریکان، د ښوونځيو مدیران، ښوونکي، تکړه زده کوونکي او مور او پلار) ګډون کوي.

د پوهنې دندو او جوړښت د اصلاحاتو په لمړني سمپوزیم کې چې د دریو ورځو لپاره په کابل کې تر سره کیږي، اړین مسايل لکه: د پوهنې وزارت د اساسي دندو جوړول او پیژندل، د ولایتونو، ولسوالیو، ښوونځيو او مرکزي ادارو په کچه د مدیریتي دندو تعریف، د مرکزي کچې څخه ولایتونو، ولسوالیو او ښوونځيو ته د واک ورکول، د پوهنې وزارت د مشرتابه، کړنلارو او څارنې دندو ټاکل، د مرکز له کچې څخه تر ښوونځي پورې د پوهنې وزارت د تشکیلاتي جوړښتونو جوړول، د پوهنې وزارت په چوکاټ او تشکیلاتو کې د اسلامي زده کړو او د سواد زده کړو ځای او د ښوونکې روزنو لوړول، د ښوونځي په کچه د کتابونو د خپرولو او ویشلو د مدیریت څرنګوالۍ، په پوهنې وزارت کې د ښوونیز نصاب د مدیریت څرنګوالۍ تر بحث لاندې نیول کیږي.

د دې سمپوزیم د تر سره کیدو څخه وړاندې، د یادو ادارو استازي به د شپږو ۶ کاري ډلو (جوړښت او دندې، نصاب او ښوونکي روزنه، سیستمونه، مالي اصلاحات، اسلامي زده کړو، عمومي زده کړو او سواد زده کړو) په چوکاټ کې منظمې غونډې تره سره کوي او پرې بحث کوي.

په دې سمپوزیم کې د ټولو ګډون کوونکو نظرونه او وړاندیزونه د کاري ډلو له لوري ټولېږي او د هغه له مخې د ښوونې او روزنې دندو او جوړښت د تغیر لپاره به پریکړه کیږي.

پوهنې وزارت د بازار د اړتیاوو پر اساس د هیواد ښوونیز نظام د اصلاح لپاره ژمن دۍ او په دې توګه خپل عملي اقدامات له ټولو سره شریک کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱۷
Background image

په لغمان ولایت کې د یوې مدرسې لپاره د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت فرشغان ولسوالۍ اړوند ماشکندي کلي په سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه دیني مدرسه کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.
یاده وداني پر هغه ځمکه جوړېږي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱۰
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونکو لپاره د وړتيا لوړونې روزنیزه برنامه پیل شوه

د بامیان ولایت په پنجاب او یکاولنګ ولسوالیو کې د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنی روزنیز پروګرام د ۹۳ تنو ښوونکو لپاره په جلا او هم‌مهاله توګه پیل شو.
په ياد. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۰
Background image

د روان کال په لومړۍ ربع کې د بامیان ولایت له پوهنې سره نږدې ۴ میلیونه افغانۍ مرسته شوې

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست راپورونو له مخې، د ۱۴۰۵ لمریز کال په لومړۍ ربع کې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له یو شمېر تعلیمي مرکزونو سره د ۳ میلیونه، ۷۵۲ زره او ۳۵۰ افغانیو په. . .

BACK TO NEWS