پوهنې وزیر د بي بي عایشه صدیقه (رض) دارالعلوم له زده کړیالانو سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۸ - ۱۰:۳۰
پوهنې وزیر د بي بي عایشه صدیقه (رض) دارالعلوم له زده کړیالانو سره لیدنه او خبرې اترې وکړې

پوهنې وزارت- کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د بي بي عایشه صدیقه (رض) دارالعلوم څخه د لیدنې ترڅنګ د یاد دارالعلوم له مدیر او زده کړیالانو سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.
پوهنې وزیر ډاکتر بلخي په دې لیدنه کې په دارالعلومونو کې د زده کړیالانو او په مدرسو کې د نجونو او هلکانو طالبانو په مطالعې او د نړۍ نوې تکنالوژۍ سره سمبالتیا په زیاتې اړیتا ټينګار وکړ.
پوهنې وزیر ډاکتر بلخي یادونه وکړه چې د پوهنې لسیزې په نوې ستراتیژي کې د دارالعلومونو او دیني مدرسو لپاره د کیفیت پراختیا او د اصلاحاتو راوستلو په برخه کې ډیره پاملرنه شوې ده.
په دې لیدنه کې د یاد دارالعلوم مدیر او زده کړیالانو خپلې ستونزې لکه د کتابتون، جومات او کمپیوټر خونې د نشتون ستونزې د پوهنې وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې. او پوهنې وزیر د یادو ستونزو پر حل او څار ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده چې د بي بي عایشه صدیقه (رض) دارالعلوم په دوه درسي وختونو کې د لمړي ټولګي څخه تر ۱۴ ټولګي پورې ۱۴۵۰ زده کړیالانو ته د زده کړې خدمتونه وړاندې کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۱۶
Background image

د پوهنې لپاره د ځمکې وقف کولو په لړۍ کې، دا ځل په لغمان ولایت کې ۵ بسوې ځمکه اهداء شوه

د لغمان ولایت فراشغان ولسوالۍ اړوند د نیل‌خان لومړني ښوونځي لپاره، د یادې سیمې اوسېدونکي محترم امرالدین لخوا پنځه بسوې ځمکه چې ارزښت یې شاوخوا ۵۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی، وقف شوه.
د یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۱۳
Background image

په غور ولایت کې د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غلمین لېسې نوې ودانۍ، چې څه موده وړاندې د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار په اړونده سیمه کې د خلکو او د ښوونځي د تعلیمي شورا لخوا یې جوړول پیل شوي وو، اوسمهال بشپړه او د یاد  ولایت پوهنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۸
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا غړو ته ۱۸سېټه ټبلیټونه ووېشل شول

 د بامیان ولایت پوهنې ریاست د یو همکار بنسټ له لوري د ۲۳۶ زره او ۲۳۷ افغانیو په ارزښت ۱۸ سېټه ټبلیټونه ترلاسه کړل او د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا علمي غړو ته یې وسپارل.
د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS