پوهنې وزیر د ښوونیزو خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالي څیړلو په موخه د کابل ښار رخشانه عالي لیسې څخه لیدنه وکړه

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۶/۱۰ - ۱۶:۱۴
پوهنې وزیر د ښوونیزو خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالي څیړلو په موخه د کابل ښار رخشانه عالي لیسې څخه لیدنه وکړه

پوهنې وزارت- کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د مرکز او ولایتونو ښوونځيو څخه د لیدنو په لړ کې، دا ځل د کابل ښار ۶ مې تعلیمي حوزې د رخشانه عالي لیسې څخه د لیدنې ترڅنګ د یادې لیسې د ښوونې او روزنې لړۍ څخه یې له نژدې څارنه وکړه.
پوهنې وزیر د یادې لیسې له ټولګیو څخه لیدنه وکړه او د زده کوونکو لپاره يې د ښوونیزو خدمتونو وړاندې کولو لړي، د یادې لیسې وسایل او د درس ورکولو طریقې و څيړلې.
پوهنې وزیر همدارنګه د یادې لیسې له مدیر او ښوونکو سره خبرې وکړې، د هغوي شته ستونزو له اوریدو وروسته يې په مرکز او ولایتونو کې د ښوونیزو خدمتونو له پرمختګ څخه د پوهنې وزارت مشرتابه له ملاتړ نه یادونه وکړه.
د یادونې وړ ده چې د کابل ښار رخشانه عالي لیسه د لمړي ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې ۲۷۵۰ زده کوونکي لري.
همدارنګه دا لیسه د ۸۴ درسي ټولګېو په درلودلو سره په دوه درسي وختونو کې ښوونیز خدمتونه وړاندې کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۶
Background image

په غور ولایت کې د یو باب ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غور ولایت دولینه ولسوالۍ په اړوندو کې د “خاک‌یارک” لومړني ښوونځي نوې ودانۍ جوړېدو لپاره د بنسټ ډبره د پوهنې مسوولینو، علماء کرامو، قومي مشرانو او د زده‌کوونکو د اولیاوو په حضور کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۲
Background image

غزني ولایت کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ اړوند حیدر کلي د شهداوو حیدر ښوونځي نوې ودانۍ، چې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې ده، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په رسمي ډول ګټې اخیستنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۲۹
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ښوونځيو سره د ۳۰ پایې خېمو مرسته وشوه

د یو همکار بنسټ له لوري د ننګرهار ولایت سرخرود ولسوالۍ اړوند بي بي مریم منځني ښوونځي لپاره ۳۰ پایې خېمې د شاوخوا ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت مرسته شوې ده.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم. . .

BACK TO NEWS