پوهنې وزیر ډاکتر بلخي د ECW بنسټ نړیوالې مسئولې یاسمین شریف سره لیدنه او خبرې اترې وکړې

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۷/۳ - ۱۱:۵۷
پوهنې وزیر ډاکتر بلخي د ECW بنسټ نړیوالې مسئولې یاسمین شریف سره لیدنه او خبرې اترې وکړې

پوهنې وزارت- نیویارک: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي امریکا ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ECW بنسټ نړیوالې مسئولې یاسمین شریف سره لیدنه او خبرې اترې وکړي.
په دې لیدنه کې د چې ECW(زده کړه انتظار نه کوي) بنسټ مرکزي سمینار څخه وړاندې تر سره شوه؛ دواړو لورو په افغانستان کې د ښوونې او روزنې وروستني حالت د ګډو همکاریو پر اساس و څیړه.
دا غونډه چې د موزامبک او اتوپیا هیوادونو استازو په شتون کې تر سره شوه؛ د لا زیاتو نړیوالو همکارانو ملاتړ راجلبولو لپاره د افغانستان د ښوونې او روزنې په اساسي مسئلو خبرې اترې وشوې.
پوهنې وزیر ډاکتر بلخي د ECW (زده کړه انتظار نه کوي) بنسټ له نړیوالې مسئولې څخه وغوښتل چې د ښوونې او روزنې د ښه والي لپاره او په ټول هیواد کې د ښوونې او روزنې خدمتونو ته د ماشومانو یوشان لاسرسي په موخه، د نړیوالې ټولنې د ډيرو مرستو جلبولو لپاره هلې ځلې وکړي.
د ECW(زده کړه انتظار نه کوي) بنسټ نړیوالې مسئولې یاسمین شریف پدې لیدنه کې د افغانستان ماشومانو ښوونې او روزنې حالت ښه والي په خاطر د پوهنې وزارت مشرتابه هڅې وستایلې او د ډیرو همکاریو د دوام او پیاوړتیا لپاره يې خپل چمتووالۍ اعلان کړ.
د یادونې وړ ده چې د هیواد پوهنې وزیر دHigh Level Steering Group Meeting په غونډه کې چې د ECW(زده کړه انتظار نه کوي) بنسټ په کوربتوب د سپتمبر په ۲۴ او ۲۵ تر سره کیږي، امریکا هیواد ته سفر کړي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱۷
Background image

په لغمان ولایت کې د یوې مدرسې لپاره د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت فرشغان ولسوالۍ اړوند ماشکندي کلي په سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه دیني مدرسه کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.
یاده وداني پر هغه ځمکه جوړېږي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱۰
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونکو لپاره د وړتيا لوړونې روزنیزه برنامه پیل شوه

د بامیان ولایت په پنجاب او یکاولنګ ولسوالیو کې د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنی روزنیز پروګرام د ۹۳ تنو ښوونکو لپاره په جلا او هم‌مهاله توګه پیل شو.
په ياد. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۰
Background image

د روان کال په لومړۍ ربع کې د بامیان ولایت له پوهنې سره نږدې ۴ میلیونه افغانۍ مرسته شوې

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست راپورونو له مخې، د ۱۴۰۵ لمریز کال په لومړۍ ربع کې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له یو شمېر تعلیمي مرکزونو سره د ۳ میلیونه، ۷۵۲ زره او ۳۵۰ افغانیو په. . .

BACK TO NEWS