پکتيا ولايت کې د یو باب لومړني ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۸ - ۱۲:۴۱
asr

د پکتیا ولایت پوهنې رئیس مولوي عبدالقیوم فاروقي، د یاد ولایت په سید کرم ولسوالۍ کې د بوکر لومړني ښوونځي ودانۍ پرانیسته. د دغه ښوونځي د پرانيستې په مراسمو کې د پوهنې پر مسئولينو سربېره، د سيمه ييزو ادارو استازو او د يادې ولسوالۍ يو شمېر قومي مخورو هم ګډون درلود. د پوهنې رئيس د يادې ودانۍ د پرانیستې پر مهال وويل، دغه لومړنی ښوونځی د پوهنې په برخه کې د يو خيريه بنسټ په مالي مرسته جوړ شوی، چې له ټولو اړینو ملحقاتو سره ۸ درسي ټولګي لري. د سيمې خلکو د یاد ښوونځي په جوړېدو خوښي څرګنده کړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۲:۱
Background image

پکتیا ولایت کې له یو ښوونځي سره د څه کم ۴۰ زره افغانیو مرسته وشوه

د قومي مشرانو له لوري د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالۍ اړوند د سري قلعه منځني ښوونځي سره د ۳۹ زره او ۲۰۰ افغانیو نغدي مرسته وشوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۵۱
Background image

په جوزجان ولایت کې د یو شمېر ښوونځیو د نویو ودانیو جوړولو او ترمیم چارې بشپړې شوې

په جوزجان ولایت کې د ۴ بابه ښوونځیو د ودانیزو او ترمیماتي پروژو چارې، چې د نږدې ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ ترسره شوې وې، بشپړې او د پوهنې مسوولینو، ولایتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۴۰
Background image

لوګر ولایت کې ۸ بابه ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو نصبولو لړۍ پیل شوه

د لوګر ولایت په ۸بابه ښوونځیو کې د لمریزې برېښنا سیسټمونو نصبولو بهیر پیل شو، کوم چې د یو مرستندویه بنسټ په مالي ملاتړ د ۳۶ زره او ۸۰۰ ډالرو په لګښت پلی کېږي.
ټاکل شوې ده، چې دغه. . .

BACK TO NEWS